ډېر لوستل شوي

د کابل – غزني لویې لارې دویم لین سړک چارې په چټکۍ روانې دي

د ټولګټو وزارت مسوولین وایي چې د کابل – غزني لویې لارې د دویم لین سړک د لومړۍ برخې د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي.
مسوولینو ویلي چې د یاد سړک لومړی لاټ ۲۴٫۵کیلومتره اوږدوالی لري چې د کمپنۍ له پُل څخه پیل د میدان وردګو ولایت تر تورو تیږو پورې رسیږي.
سرچینې لیکلي چې د کمپنۍ له پُل څخه تر ۷ کیلومترۍ پورې ۱۱٫۸ متره او له هغه وروسته تر پایه ۷٫۳ متره پلنوالی لري.
د ټولګټو وزارت د مسوولیو په وینا چې د پروژې په اوږدو کې د دوو لویو پلونو، ۶۸ پلګوټو، د کمپنۍ له لوري د اووه کیلومتره سیخ لرونکو د سړک غاړې ویالو (RCC)، د میدان ښار اړوند د ۱۲۰۰ متره د سړک غاړې ویالو او یو شمېر استنادي دیوالونو د رغونې کار هم شامل دی.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې چې تر دې دمه په یاده پروژه کې د سړک د سب‌بیس، بیس‌کورس، د لومړۍ او دویمې طبقې د آسفالټ چارې د شاوخوا ۱۵ کیلومترو په اوږدو کې بشپړې شوې دي.
“د کمپنۍ پلُ د رغونې چارې ۹۸ سلنه، د ویالو کارونه ۹۹ سلنه، د پلګوټو رغونه ۹۷ سلنه، او د سړک د کټینګ چارې نږدې ۹۸ سلنه بشپړ شوي دي.”
د ویلو ده چې پرون (جمعه، لیندۍ ۲۱مه) د ټولګټو وزیر، ملا محمد عیسی ثاني د سړک له دې برخې څخه لیدنه هم کړې وه او د قراردادي شرکتونو مسوولينو، تخنیکي ټیمونو او انجنیرانو ته یې د کار د غوره کيفيت، چټکیا او په ټاکلي وخت د بشپړېدو سپارښتنې کړې وې.

اړوند خبرونه