د ټولګټو وزارت له لوري د کابل–کندهار لویې لارې اړوند د کابل – غزني د دویم لین سړک په اوږدو کې د کمپنۍ د دویم پُل رغنیزې چارې د ۶۰ میلیون افغانیو په ارزښت بشپړې او ګټېاخیستنې ته سپارل شوی دی.
د ټولګټو وزارت د خبرپاڼې له مخې چې یاد پل ۵۶ متره اوږدوالی او ۱۳٫۵ متره پلنوالی لري، چې ۱۱متره یې د موټرو د تګراتګ لپاره او ۲٫۵ متره یې د پلي تګ لپاره رغول شوی دی.
سرچینې لیکلي چې د کمپنۍ پُل رغنیزې چارې د نهو میاشتو په موده کې بشپړې او تازه د ټولګټو وزارت د مسوولینو له لوري پرانیستل شوی دی. په ورته مهال یو شمېر موټر چلوونکو د دې پروژې پر بشپړېدو خوښي ښودلې او ویلي یې دي چې له دې وروسته به پر پخواني پله ترافیکي ګڼهګوڼه د پخوا په پرتله کمه شي او خلک به په آسانۍ سره تګ راتګ وکړي.

