د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وايي چې د ټولګټو وزارت دا مهال د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د لویو لارو او سړکونو د رغونې ۷۴ پروژې پرمخ وړي.
ياد معاونيت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، دې پروژو کې نږدې ۲۰ زره او ۵۹۶ کسانو ته مستقیم او ۱۱۲ زره نورو ته غیرمستقیم کاري فرصتونه برابر کړي او د چارو په پليکېدو کې ۹ زره او ۴۹۳ بېلابېل ماشینونه هم کارول کېږي.
په خبرپاڼه کې راغلي، په روانو مهمو پروژو کې د کابل–غزني دویم لین، د سالنګونو لویه لار، کونړ–نورستان، دشت ارچي–کندوز، کندهار–سپین بولدک، میمنه–فردوس، کندهار–هلمند، د بادغیس حلقوي سړک او قوشتیپه–درزاب سړک شامل دي.

