ډېر لوستل شوي

تېره يوه مياشت کې د وسپنې پټلۍ له لارې نږدې ۸۰۰ زره مټریک ټنه انتقالات شوي

د ټولګټو وزارت خبر ورکړی چې د روان کال د غبرګولي میاشتې په لړ کې د هېواد د وسپنې پټلۍ له لارې ټولټال ۷۹۷ زره او ۴۸۲ مټریک ټنه نفتي، غیرنفتي او نور توکي وارد او صادر شوي دي.

د ياد وزارت وياند محمد اشرف حق‌شناس وايي، د حیرتان بندر له لارې ۵۳۸ زره او ۸۸۹، د آقینې له لارې ۷۵ زره او ۷۲۲، د تورغونډۍ له لارې ۷۷ زره او ۸ او د خواف ـ هرات د وسپنې پټلۍ له لارې ۱۰۵ زره او ۸۶۳ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د نوموړي په وينا، په همدې ترڅ کې ۲ زره او ۵۱۷ مټریک ټنه صادرات هم شوي دي.

په خبرپاڼه کې ويل شوي، د وسپنې پټلۍ له لارې د انتقالاتو او صادراتو زیاتوالی د کاري فرصتونو په رامنځته کېدو، د ملي عوایدو په لوړوالي او اقتصادي ودې کې مهم رول لري.

اړوند خبرونه