ډېر لوستل شوي

پر اوکراین د روسیې برید؛ دوه کسان پکې وژل شوې او ۱۵ نور ټپیان دي

د اوکراین سیمه‌ییزو چارواکو ویلي، د روسیې هدایت‌شویو بمونو د دغه هېواد په سوېل ختیځ ښار زاپوریژژیا برید کړی چې له امله یې دوه کسان وژل شوي او لږ تر لږه ۱۵ نور ټپیان دي.

د زاپوریژژیا والي، ایوان فدوروف ویلي چې روسي ځواکونو د ۹۰ دقیقو په ترڅ کې پر ښار اووه هدایت‌شوي بمونه غورځولي دي.

نوموړي زیاته کړې چې په برید کې ملکي سیمې هم زیانمنې شوې او د ژغورنې ډلې د پېښې ځای ته رسېدلې دي.

اړوند خبرونه