ډېر لوستل شوي

ټرمپ تېر کال له ډیجیټلي اسعارو څه باندې یو میلیارد ډالر عاید ترلاسه کړي

د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۲۰۲۵ کال مالي راپور ښيي چې نوموړي تېر کال د ډیجیټلي اسعارو له سوداګریزو فعالیتونو څخه له یو میلیارد ډالرو څخه ډېر عاید ترلاسه کړي دي.

د رویټرز راپور له مخې، د ټرمپ د شتمنۍ د پام وړ برخه له ډیجیټلي اسعارو، پانګونو او اړوندو سوداګریزو فعالیتونو څخه ترلاسه شوې ده.

په ورته وخت کې سپینې ماڼۍ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې ټرمپ د ولسمشرۍ له مقام څخه د شخصي مالي ګټې لپاره استفاده کړې ده.

اړوند خبرونه