د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو انسټېټیوټ په خپل تازه راپور کې ویلي چې یوازې د روان کال د جون میاشتې پر مهال په دغه هېواد کې د امنیتي ځواکونو په ګډون ۷۸ تنه د وسلهوالو بریدونو له امله وژل شوي دي.
د راپور له مخې، په همدې موده کې د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې ۱۰۸ وسلهوال بریدونه او ۲۷ د انسانتښتونې پېښې ثبت شوې دي چې د امنیتي وضعیت د خرابېدو څرګندونه کوي.
راپور همداراز په کراچۍ کې د سند رنجرز ځواکونو پر مرکز وروستي برید ته په اشارې ویلي چې د جون میاشتې پر مهال په پاکستان کې د موټربم برید په ګډون څلور لوی بریدونه هم ترسره شوي دي.

