ډېر لوستل شوي

د ایران او امریکا غیرمستقیمې خبرې بې له کوم مهم پرمختګ پرته پای ته ورسېدې

د ایران او امریکا ترمنځ د غیرمستقیمو مذاکراتو تازه پړاو د دواړو لوریو ترمنځ د تلپاتې تفاهم او سولې په برخه کې له کوم څرګند پرمختګ پرته پای ته ورسېد.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د مذاکراتو تمرکز تر ډېره پر هغو موضوعاتو و چې دوه اوونۍ وړاندې د لنډمهالي تفاهم له اعلان سره حل شوې بلل شوې وې، خو د مهمو اختلافاتو د هواري په اړه کومه نوې هوکړه نه ده شوې.

سره له دې، دواړو لوریو د خبرو دوام ته لېوالتیا ښودلې، خو لا هم د اوږدمهاله هوکړې او پاتې اختلافاتو د حل په برخه کې د پام وړ پرمختګ نه دی لیدل شوی.

اړوند خبرونه