روسیې د بېپیلوټه الوتکو او بالستیک توغندیو په وسیله د اوکراین پر پلازمېنه کېيف پراخ برید کړی چې له امله یې لږ تر لږه پنځه کسان ټپیان شوي او ګڼې ودانۍ زیانمنې شوې دي.
د رويټرز خبري اژانس د راپور له مخې، په بریدونو کې د کېيف ښار په مرکزي سیمه کې یو هوټل او څو استوګنیزې ودانۍ اور اخیستی او په یوې نهه پوړیزې ودانۍ کې یو شمېر اوسېدونکي هم بند پاتې شوي دي.
د کېيف ښاروال ویلي، بریدونه د ډرونونو ترڅنګ د بالستیک توغندیو په وسیله هم ترسره شوي، په داسې حال کې چې د ښار په بېلابېلو سیمو کې پرلهپسې چاودنې اورېدل شوې او ګڼو ښاریانو د خوندي پاتې کېدو لپاره د مټرو تمځایونو ته پناه وړې ده.
دا بریدونه وروسته له هغې شوي چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلېنسکي د استخباراتي راپورونو پر بنسټ د روسیې د احتمالي شپني برید خبرداری ورکړی و.

