د ترکیې د «NKY» شرکت مسوولینو د افغانستان برېښنا شرکت له اجراييوي رييس ملا عبدالحق همکار سره په لیدنه کې اعلان کړی چې غواړي په افغانستان کې د برېښنا تولیدي تاسیساتو د بیا رغونې او له خځلو څخه د برېښنا د تولید په پروژو کې پانګونه وکړي.
ياد شرکت ويلي، عمومي اجراييوي رييس ملا عبدالحق همکار په دې لیدنه کې ترکي پانګوالو ته ډاډ ورکړی چې په افغانستان کې د برېښنا او نورو رغنیزو برخو کې د پانګونې لپاره مناسب فرصتونه او لازمې اسانتیاوې برابرې دي. د« NKY» شرکت مرستیال هاقان بوس ویلي، د دوی شرکت په شاوخوا ۲۰ هېوادونو کې د برېښنا تولید او نوې کېدونکې انرژۍ په پروژو کې پانګونه کړې او اوس غواړي په افغانستان کې هم د برېښنا د تولیدي تاسیساتو د بیارغونې او له خځلو څخه د برېښنا د تولید په برخه کې پانګونه وکړي.

