ډېر لوستل شوي

نیویارک کې د اوبو پر مخ د یوې الوتکې بېړنۍ ناسته؛ دوه تنه پکې ټپیان شوي

د امریکا د نیویارک ښار په ختیځ سیند (East River) کې یوې د اوبو پر مخ الوتکې بېړنۍ ناسته کړې چې له امله یې ژغورونکو بېړني عملیات ترسره کړي دي.

«سي‌بي‌اېس» نیوز د مسوولینو په حواله ویلي، په الوتکه کې اته کسان سپاره وو چې دوه تنه پکې ټپیان شوي او روغتیایي وضعیت یې ارزول شوی دی.

د راپور له مخې، الوتکه له بېړنۍ ناستې وروسته په اوبو کې زیانمنه شوې او د ژغورنې ټیمونو بېرته ساحل ته لېږدولې ده.

د امریکا د فدرالي هوايي چلند ادارې (FAA) د پېښې د علت د معلومولو لپاره پلټنې پیل کړې دي.

اړوند خبرونه