ډېر لوستل شوي

حماس په غزه کې خپل حکومت منحل کړ؛ واک د متخصصانو ډلې ته سپاري

حماس اعلان کړی چې په غزه کې یې خپل شاوخوا لس کلن حکومت منحل کړی او چمتو دی چې د ادارې واک د فلسطیني متخصصانو یوې خپلواکې ډلې ته وسپاري.

رویټرز خپل راپور کې د حماس له قوله ویلي، دا پرېکړه د غزې د راتلونکې په اړه د امریکا د وړاندیز شوې طرحې په چوکاټ کې شوې ده.

حماس همداراز ټینګار کړی چې د امریکا په منځګړیتوب له اسراییلو سره د اوربند له هوکړې وروسته به د خپلو تر کنټرول لاندې سیمو امنیتي چارې هماغسې پر مخ وړي.

اړوند خبرونه