ډېر لوستل شوي

له شارجې کراچۍ ته روانه پاکستانۍ الوتکه ورکه شوې

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، له شارجې څخه کراچۍ ته روانه د «K2 Airways» بوینګ ۷۳۷ باروړونکې الوتکه چې د عملې پنځه غړي یې لېږدول، د کراچۍ لوېدیځ ته د عرب سمندر پر سر له رادار او مخابراتي اړیکو ورکه شوې ده.

د مسوولینو په وینا، دوی ته د الوتکې تر ورکېدو مخکې د تخنیکي ستونزې راپور ورکړی شوی و.

د پاکستان د هوايي ډګرونو ادارې د الوتکې د موندلو لپاره د لټون او ژغورنې عملیات پیل کړي، خو تر دې مهاله نه دي بریالي شوي.

اړوند خبرونه