ډېر لوستل شوي

ايران په خليجي هېوادونو کې د امريکا ۸۵ پوځي مرکزونه په نښه کړي

د ايران سپاه پاسدارانو خبر ورکړی چې د امريکا وروستيو بريدونو په لومړني ځواب کې يې په بحرين او کوېټ کې د ياد هېواد پر ۸۵ پوځي مرکزونو توغنديز او بې‌پيلوټه بريدونه کړي دي.

سپاه په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي چې دا بریدونه یې د امریکا د هغه اقدام په ځواب کې کړي چې د دوی په وینا، د هرمزګان او ماه‌شهر ولایتونو په ساحلي سیمو کې یې پر یو شمېر پوځي اډو او غیرنظامي تأسیساتو هوايي بریدونه کړي او اوربند یې نقض کړی دی. سپاه همداراز ویلي چې امریکا د اسلام‌اباد د هوکړې خلاف عمل کړی، خو د ايران د دې بريدونو په اړه تر اوسه امریکا، بحرین او کوېټ رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

اړوند خبرونه