د ایران د پارلمان رییس محمد باقر قالیباف، امریکا ته خبرداری ورکړی او ويلي يې دي چې د زور او ګواښ سیاست نور بېځوابه نه پاتې کېږي او هر ډول اقدام به له غبرګون سره مخ شي.
قالیباف ټینګار کړی چې د هرمز تنګي امنیت او پرانیستی پاتې کېدل یوازې د ایران د ترتیباتو له مخې شوني دي، نه د امریکا د ګواښونو له لارې. د ایران او امریکا ترمنځ د جګړې پر مهال د هرمز تنګي د امنیت او تړل کېدو موضوع تل د دواړو لوريو د فشار يوه مهمه وسيله پاتې شوې.

