د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند وایي، د پروان په جبلالسراج ولسوالۍ کې د سمنټو د تولید د دویمې سترې کارخونې پرانیستل د هېواد لپاره یوه مهمه اقتصادي لاستهراوړنه ده.
د اميد راډيو خبريال د يادې کارخونې د پرانيستغونډې په مراسمو کې د ښاغلي برادر په حواله ويلي، د دې کارخونې فعالېدل ښيي چې اوس په هېواد کې د پانګونې لپاره مناسب چاپېریال رامنځته شوی دی.
د رياستالوزرا اقتصادي مرستيال زیاته کړې، یاده کارخونه به نه یوازې د پروان او شاوخوا سیمو د خلکو د اقتصادي وضعیت په ښهکېدو کې مرسته وکړي، بلکې د ملي اقتصاد د پیاوړتیا او ثبات لپاره به هم مهم رول ولري.

