ډېر لوستل شوي

لوګر کې د هندواڼو د کښت سیمه ۲۵ سلنه پراخه شوې او بزګران یې له عوایدو خوښ دي

د لوګر ولایت د مقام د مطبوعاتو او عامه اړیکو لوی مدیریت ویلي، سږ کال په دغه ولایت کې د هندواڼو د مناسب بازار، لوړو بیو او د حاصلاتو د زیاتوالي له امله د هندواڼو د کښت ساحه د تېر کال په پرتله شاوخوا ۲۵ سلنه پراخه شوې ده.

د یاد مدیریت د معلوماتو له مخې، سږ کال په ټولیز ډول پر نږدې ۲۵۰۰ هکټاره ځمکه هندواڼې کرل شوې دي.

د چارواکو په وینا، د کښت د پراخېدو او د حاصلاتو د زیاتوالي مهم عوامل د بزګرانو زیاتېدونکې لېوالتیا، د اوبو د سپما لپاره د قطره‌يي اوبولګولو (څاڅکي اوبولګولو) سیستم کارول او د دې حاصل ښه اقتصادي ګټه ده.

د معلوماتو له مخې، د قطره‌يي اوبولګولو سیستم د حاصلاتو په کچه کې د پام وړ بدلون راوستی دی. پخوا به له یوه جریب ځمکې څخه شاوخوا ۹۰۰ منه هندواڼې ترلاسه کېدې، خو اوس د همدې نوې طریقې په کارولو سره تمه کېږي چې حاصلات نږدې ۲۰۰۰ منو ته ورسېږي.

د لوګر د مقام د مطبوعاتو او عامه اړیکو لوی مدیریت زیاتوي، چې د ډاډمن امنیت، حاصلخېزې خاورې او مناسبو اوبو له امله د نورو ولایتونو یو شمېر بزګران هم لوګر ته د هندواڼو د کرکیلې لپاره مخه کړې ده.

د چارواکو په باور، د هندواڼو د کښت د ساحې پراخوالی نه یوازې د حاصلاتو او د بزګرانو د عوایدو د زیاتېدو لامل شوی، بلکې د سیمې ګڼ شمېر ځوانانو ته یې د کار او روزګار نوي فرصتونه هم برابر کړي دي.

اړوند خبرونه