امریکايي چارواکي وایي، هغه بوینګ ۷۴۷-۸ الوتکه چې قطر امریکا ته د ولسمشرۍ الوتکې (ایر فورس ون) په توګه ډالۍ کړې، لا هم د پخوانۍ ولسمشرۍ الوتکې په څېر پرمختللي دفاعي او امنیتي تجهیزات نهلري.
د امنیتي چارو کارپوهان خبرداری ورکوي چې د دغو دفاعي سیستمونو نشتوالی د بهرنیو سفرونو پر مهال احتمالي امنیتي خطرونه رامنځته کوي.
د نیویارک ټایمز راپور له مخې، د همدې اندېښنو له امله د امریکا د پټو خدمتونو ادارې په سپارښتنه، ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ له ترکیې څخه د قطر په ډالۍ شوې الوتکه کې نه، بلکې په پخوانۍ «ایر فورس ون» کې بېرته ستون شوی دی.

