د ایران دولتي رسنیو راپور ورکړی چې د دې هېواد د پخواني مذهبي مشر، ایتالله علي خامنهیي، جسد له تهران، قم، نجف او کربلا ښارونو کې د جنازې له مراسمو وروسته، نن ورځ (جمعه، چنګاښ ۱۹مه) د مشهد په ښار کې خاورو ته وسپارل شو.
د راپورونو له مخې، خامنهیي او د هغه د کورنۍ هغه غړي چې ورسره په بریدونو کې يې خپل ژوند له لاسه ورکړی و، د جنازې او د دعا له مراسمو وروسته د مشهد د امام رضا زیارت په «دارالذکر» رواق کې، د روضې ترڅنګ، خاورو ته سپارل شوي دي.

