ډېر لوستل شوي

اسراييلو امریکا ته د ټرمپ د ترور په تړاو استخباراتي معلومات سپارلي

امریکایي رسنیو د خپلو باخبرو سرچينو په حواله راپور ورکړی، اسراييلو د امریکا متحده ایالتونو ته نوي استخباراتي معلومات سپارلي او ادعا پکې شوې چې ایران د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ترور یوه نوې طرحه ارزولې ده.

د «سي‌اېن‌اېن او وال سټریټ ژورنال» د راپورونو له مخې، دا معلومات په داسې مهال شریک شوي چې د واشنګټن او تهران ترمنځ کړکېچ لا هم دوام لري. ایران تر اوسه د دغو راپورونو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی، او په واشنګټن کې د اسراييلو سفارت هم له تبصرې کولو ډډه کړې ده.

ټرمپ هم په وروستیو څرګندونو کې ویلي، د خپل ژوند پر وړاندې د ګواښونو په اړه خبر دی او ادعا یې کړې چې د ایران د هدفونو په لېست کې شامل دی. دا په داسې مهال ده چې ایران تر دې وړاندې د قاسم سلیماني د وژل کېدو له امله د غچ اخیستلو ګواښونه کړي وو.

اړوند خبرونه