د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي، د واشنګټن او تهران ترمنځ د روانو کړکېچونو په ترڅ کې، د عمان له چارواکو سره د خبرو لپاره مسقط ته رسېدلی دی.
تسنيم خبري اژانس راپور ورکړی چې د عراقچي د سفر موخه د سیمې د وروستیو تحولاتو، په ځانګړې توګه د هرمز تنګي د وضعیت او د کښتیو د خوندي تګــراتګ په اړه له عماني چارواکو سره سلا مشورې دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعيل بقايي ویلي چې د ایران او عمان د بهرنیو چارو وزیران به د هرمز تنګي له لارې د کښتیو د خوندي تګــراتګ لپاره پر اړوندو میکانیزمونو او همغږۍ خبرې او د نظر تبادله وکړي.

