د ترکيې «ترکش او ډاینک» مسوولینو د اسلامي امارت دولتي شرکتونو لوی ریاست د دفتر له رییس، مولوي سعیدالرحمن مظهري سره په کتنه کې د ګډو همکاریو پر فرصتونو خبرې کړې دي.
د خبرپاڼې له مخې، په دې کتنه کې د یاد ترکي شرکت مسوولینو په افغانستان کې د روغتیا، ساختماني چارو او انرژۍ په برخو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.
بلخوا د دولتي شرکتونو لوی ریاست د دفتر رییس ویلي: “افغانستان او ترکیه د دیني، تاریخي او کلتوري مشترکاتو له مخې نږدې اړیکې لري او دا ګډ ارزښتونه د اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره مناسب بنسټ برابروي.”
د نوموړي په وینا چې د دولتي شرکتونو په چوکاټ کې د پانګونې ګڼ فرصتونه شته او دوی په اړوندو برخو کې د هر راز پانګونې لپاره د زمینې برابرولو ته چمتو ده. د یادولو ده چې په دې کتنه کې همداراز دواړو لوریو د ګډو همکاریو پراختیا، د پانګونې فرصتونو ارزونې او د اړیکو لا پیاوړتیا پر دوام ټینګار کړی دی.

