ډېر لوستل شوي

ایران: د امریکا وروستي بریدونه به بې‌ځوابه پاتې نه‌شي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي ویلي، د امریکا وروستي بریدونه به بې‌ځوابه پاتې نه‌شي او واشنګټن د دواړو هېوادونو ترمنځ د شوي هوکړه‌لیک ژمنې نه دي عملي کړې.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د ویاند سلاکار علي صفري، امریکا د جون په ۱۶مه د لاسلیک شوي هوکړه‌لیک په نقض تورنه کړې ده.

د نوموړي په وینا، د دې هوکړه‌لیک له مخې د هرمز تنګي د راتلونکو ترتیباتو د تنظیم مسوولیت ایران ته سپارل شوی و او دا بهیر باید د عمان او د سیمې له نورو هېوادونو سره په سلا ترسره شوی وی.

اړوند خبرونه