ډېر لوستل شوي

ایران: امريکا ټولې ژمنې ماتې کړې او نور د اسلام‌اباد هوکړې په نوم څه نشته

د ایران د بهرنیو چارو وزارت حقوقي مرستیال کاظم غریب‌ابادي ویلي، امریکا د ایران پر وړاندې د سمندري کلابندۍ له بېرته پیلولو سره د اسلام‌اباد د هوکړې ټولې ژمنې تر پښو لاندې کړې دي.

غریب‌ابادي ویلي، د امریکا وروستي بریدونه هم د دې هوکړې له چوکاټ او بنسټ سره په ټکر کې دي، او په وینا یې ایران نور ځان د یادې هوکړې له مخې کومې ژمنتیا ته پابند نه ګڼي.

نوموړي زیاته کړې: “نور داسې کوم یاداښت نه دی پاتې چې پرې خبرې وشي. امریکا د دې هوکړې د له منځه وړلو لپاره ټول اړین ګامونه پورته کړي، نو هېڅ هېواد باید له ایرانه تمه ونه‌لري چې د دې هوکړې له مخې خپلو ژمنو ته دوام ورکړي.”

دا څرګندونې وروسته له هغې شوې چې د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ اعلان وکړ، د ایران د بندرونو او سویلي سواحلو سمندري کلابندي یې بېرته پیل کړې ده؛ هغه کلابندي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د لاسلیک شوې هوکړې له مخې پای ته رسېدلې وه.

اړوند خبرونه