د امریکا د خزانې وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنټرول دفتر (OFAC) د ایران له مرکزي بانک سره پر تړلو حسابونو او برېښنايي کڅوړو (کریپټو والټونو) بندیزونه لګولي چې له امله یې د ایران څه باندې ۱۳۰ میلیون ډالرو په ارزښت ډیجیټلي شتمني کنګل شوې ده.
د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بېسنټ ویلي، دا اقدام د ایران د هغو مالي شبکو د ګډوډولو او کمزوري کولو لپاره شوی چې واشنګټن یې ناقانونه بولي. د نوموړي په وینا، امریکا هڅه کوي د کریپټو اسعارو له لارې د ایران د مالي سرچینو لاسرسی محدود کړي او د بندیزونو د تېښتې مخه ونیسي.
د امریکا د خزانې وزارت ټینګار کړی چې د ایران حکومت د احتمالي ناقانونه مالي فعالیتونو د تمویل مخنیوي لپاره به د ورته مالي لارو موندلو او بندولو هڅو ته دوام ورکړي.
بلخوا، ایران تل د امریکا اقتصادي بندیزونه غیرقانوني بللي او دا تورونه یې رد کړي چې ګواکې د نړیوالو بندیزونو د تېښتې لپاره له ناقانونه مالي شبکو او ډیجیټلي شتمنیو څخه کار اخلي.

