د خيبر پښتونخوا په کوهاټ کې وسلهوالو د کچهرۍ د مرکزي دروازې ترڅنګ پر يوې پاکستاني پوستې بريد کړی دی.
پولیس وایي، په پېښه کې چاته مرګژوبله نه ده اوښتې، خو پوستې ته زیان رسېدلی دی.
بللور، د پولیسو لاینز ترڅنګ ټول دفترونه او ضلعي محکمې تړل شوې او په ښار کې بېړنی حالت اعلان شوی دی.
د پولیسو په وینا، د ښار پر ټولو داخلي او وتلو لارو سختې پلټنې روانې دي.
دا پېښه یوه ورځ وروسته له هغې شوې چې د کوهاټ د پولیسو لاینز په جومات کې د جمعې لمانځه پر مهال خونړی بريد شوی.
د وروستیو راپورونو له مخې، په برید کې لږ تر لږه ۲۱ کسان وژل شوي او ۱۰۳ نور ټپیان شوي دي.

