په نړۍ کې ډېر خلک د ستړیا کمولو، ویښ پاتېکېدو او لنډمهاله ذهني تمرکز د زیاتولو لپاره قهوه یا انرژي مشروبات څښي. که څه هم دواړه د کافین په لرلو سره د انسان پر ذهن او فعالیت اغېز کوي، خو د جوړښت، کارونې او اغېزې له اړخه د دواړو ترمنځ توپیرونه شته. په نړۍ کې د قهوې څښاک تر انرژي اوږده مخینه لري، خو په وروستیو کې د خلکو ترمنځ د انرژي مشروباتو څښاک هم د پام وړ ډېر شوي دي.
د دې مطلب تر لوستو وروسته به تاسو ته معلومه شي، چې په نړۍ کې له دې دوو څښاکونو څخه کوم یو ډېر دود دی او همدارنګه د دواړو مهمې ګټې او احتمالي زیانونه هم بیان شوي.
۱. د قهوې او انرژي څښاک لنډه پرتله:
قهوه او انرژي مشروبات دواړه هغه څښاکونه دي چې د کافین له امله د انسان د ویښ پاتې کېدو، ستړیا کمېدو او لنډمهاله تمرکز د زیاتېدو سبب کېږي، خو د جوړښت، کافین سرچینې او نورو ترکیباتو له پلوه توپیر لري.
قهوه له قهوهيي دانو څخه چمتو کېږي او په ډېرو ټولنو کې د اوږدې مودې راهیسې د ورځني ژوند یوه برخه ده. د قهوې د کافین اندازه د ډول، چمتو کولو او پیالې د اندازې له مخې توپیر لري. د بېلګې په توګه؛ توره قهوه له اضافي بورې پرته څښل کېږي. انرژي مشروبات صنعتي مشروبات دي چې کافین، بوره او نور ترکیبونه لري؛ ځینې ډولونه یې تورین او ویټامینونه هم لري.
۲. په يو شمېر ټولنو کې د قهوې او انرژي مشروباتو کارونه:
قهوه او انرژي مشروبات د ټولنې په بېلابېلو برخو کې د استعمال له پلوه ځانګړی ځای لري، چې ډېر خلک یې په کورونو، دفترونو، پوهنتونونو او ځانګړو رسټورانټونو (کافي شاپونو) کې څښي. د قهوې څښل په ځینو ټولنو کې یوازې د خوب ځنډولو لپاره نه، بلکې د ټولنیزو ناستو او ورځنیو عادتونو یوه برخه هم ګڼل کېږي.
د انرژي مشروباتو کارونه د قهوې په پرتله نوې ده. اوسمهال د انرژي مشروباتو څښاک د هغو کسانو ترمنځ ډېر عام شوی، چې اوږدمهاله کار یا مطالعه کوي. چټک لاسرسی، بازارموندنه او اسانه کارول د دې سبب شوي، چې انرژي مشروبات په چټکۍ مشهور شي.
۳. په نړۍ کې کوم یو ډېر کارول کېږي؟
تر اوبو او چایو وروسته د قهوې څښاک په نړۍ کې درېیم تر ټولو ډېر څښاک دی، چې د انرژي مشروباتو په پرتله هم ډېر څښونکي لري. د پلور له پلوه د قهوې نړیوال سټنډرډ یوه ۶۰ کیلوګرامه کڅوړه ده. د قهوې نړیوال سازمانInternational Coffee Organization – ICO) ) د معلوماتو له مخې په ۲۰۲۵ زېږدیز کال کې د قهوې مصرف د ۱۰.۸۱ او ۱۰.۸۴ میلیونه مټریک ټنو ترمنځ و. همداراز د رسمي شمېرو له مخې په همدې کال کې شاوخوا ۱۸.۲۲ میلیارده لېتره انرژي مشروبات مصرف شوي، چې د قهوې نړیوال مصرف ترې څو برابره لوړ دی.
۴. د قهوې او انرژي مشروباتو ګټې او زیانونه:
- د قهوې ګټې
قهوه د کافین له امله د خوب په ځنډولو او تمرکز زیاتولو کې مرسته کولی شي. څېړنې ښيي چې په منځنۍ اندازه کارونه یې ځینې روغتیايي ګټې هم لري، خو اغېزې یې د هر شخص د بدن، د قهوې د اندازې او د استعمال د ډول له مخې توپیر کوي.
- د قهوې زیانونه
د قهوې ډېره کارونه کولی شي د ډېرې بېخوبۍ، اضطراب، د زړه د درزا زیاتېدو، سر درد او د معدې د ناراحتۍ سبب شي. که قهوه په زیاته اندازه له بورې او نورو خوږو سره وکارول شي، د اضافي کالوریو او بورې له امله یې روغتیايي اغېزې هم بدلېدای شي.
- د انرژي مشروباتو ګټې
انرژي مشروبات د کافین له امله کولی شي د لنډ مهال لپاره ستړیا کمه او تمرکز زیات کړي. له همدې امله ځینې کسان یې د اوږدې مطالعې، کار یا فزیکي فعالیت پر مهال کاروي.
- د انرژي مشروباتو زیانونه
د انرژي مشروباتو ډېره یا پرلهپسې کارونه د بېخوبۍ، هاضمي سیستم ستونزو، معدې ناراحتۍ، د زړه درزا زیاتېدو او د وینې فشار د لوړېدو لامل کېدای شي. هغه ډولونه یې چې زیاته بوره لري، د اضافي کالوریو اخیستل هم زیاتوي. د کافین ډېره کارونه پر بدن ناوړه اغېزې کولای شي.
۵. لنډه پایله:
د قهوې او انرژي څښاک دواړه د کافین له امله د خوب پروسه ځنډولای شي او د ذهني تمرکز لامل کېدای شي، خو د کارونې او کافین اندازې ته په کتو یې اغېزې بېلې دي. د انرژي څښاک پر مهال باید د کافین او بورې اندازه په پام کې ونیول شي. که څه هم د انرژي څښاک په وروستیو کې د پام وړ زیات شوی؛ خو په نړۍ کې د دواړو مصرف ته په کتو، ښايي ژر د قهوې ځای ونه نیسي.

