ډېر لوستل شوي

اروپايي ټولنې په کونړ او هلمند کې د پاکستاني رژيم هوايي بریدونه وغندل

اروپايي ټولنې په کونړ او هلمند ولایتونو کې د پاکستان د پوځي رژیم د هوايي بریدونو له امله د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې په تړاو دغه بریدونه غندلي دي.

اروپايي ټولنې له کابل او اسلام‌اباد څخه غوښتي چې زغم خپل کړي او خپلې ستونزې د خبرو له لارې حل کړي.

يادې ټولنې ټینګار کړی چې ښکېل لوري باید د نړیوالو قوانینو، په ځانګړې توګه د نړیوال بشردوستانه قانون، درناوی وکړي او د ملکي وګړو او ملکي تأسیساتو له زیانمنېدو څخه ډډه وکړي. بل‌خوا، د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي (یوناما) هم په دې بريدونو کې د ملکي وګړو مرګ‌ژوبله تاييد کړې او یو وار بیا يې د عامو وګړو پر خوندیتوب ټینګار کړی.

اړوند خبرونه