ډېر لوستل شوي

د کندهار ولایت مقام د پاکستان پوځ د ویاند وروستۍ ادعا رد کړې

د کندهار ولایت مقام د پاکستان د پوځ د ویاند هغه ادعا رد کړې چې ګواکې د کندهار والي په مشرۍ له بهرنیو جنګیالیو سره غونډه شوې ده.

د کندهار ولایت مقام پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، دا ادعاوې «پروپاګند» دي او د پاکستان پوځي رژيم غواړي په دې ډول ادعاوو سره د دوی له لوري په افغانستان کې د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې او خپلو نورو اقداماتو توجيه ولټوي. د ياد ولایت مقام زیاته کړې، افغانستان اړتیا نه‌لري چې بهرنیو جنګیالیو ته بلنه ورکړي او یا له هغوی سره ناستې او لیدنې ترسره کړي.

اړوند خبرونه