د خبريالانو نړيوال فدارسيون د ۲۰۲۴ ميلادي کال د خبريالانو لپاره تر ټولو مرګونی کال بللی دی.
ياد بنسټ ويلي، چې تېر يو کال کې ۱۲۲ د رسنيو کارکوونکو او خبريالانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی چې له ډلې يې ۱۴ ښځې وې. د خبريالانو د نړيوال فدارسيون د معالوماتو له مخې، ۲۲ خبريالان په اسيايې هېوادونو کې او نور ۸۵ سلنه يې په منځني ختيځ په ځانګړي ډول فلسطين، سوريه او لبنان کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.