ډېر لوستل شوي

ابو احمد الجولاني بهرنی رسمي سفر له سعودي عربستان پیل کړ

د سوریې د لنډمهالي حکومت مشر ابو احمد الجولاني له واک ته رسېدو وروسته په لومړي بهرني سفر سعودي عربستان ته ولاړ.
د سعودي دولتي رسنۍ ویلي چې الجولاني به په خپل سفر کې د سعودي عربستان له ځایناستي محمد بن سلمان سره وګوري.
یاده دې شي چې ابو احمد الجولاني د تحریر الشام ځواکونو مشر دی چې د بشار الاسد د رژیم تر نسکورېدو وروسته یې واک په لاس کې واخیست.

اړوند خبرونه