فلسطيني چارواکي وايي، چې صهيونېست رژيم يوې بې پيلوټه الوتکې په بريد سره په جنين ښار کې يو ۱۴ کلن هلک شهيد کړی دی.
فرانسپرېس خبرې اژانس د جنين والي کمال ابوالرب له قوله ويلي، چې دغه تنکی ځوان او دوه نور کسان په سړک روان وو، چې د اسراييلو بې پيلوټې الوتکې هدف ګرځولي دي. د فلسطين ختيځې تړانګې او د جنين ښار سیمه له ۱۹۶۷ کاله راهیسې د اسراییلو رژيم اشغال کړې ده.

