ډېر لوستل شوي

امریکا ته د ایران خبرداری: “که واشنګټن بیا برید وکړي اټومي تګلاره به بدله کړو”

د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سېنټکام) خبر ورکړی چې پر ایران یې د بریدونو نوی پړاو پیل کړی، وروسته له هغې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، له ایران سره یې هوکړه پای ته رسېدلې ده.

بل‌خوا، د ایران د پارلمان د ملي امنیت کمېسیون ویاند خبرداری ورکړی، که امریکا بیا برید وکړي، ایران به د خپل اټومي پروګرام په تګلاره کې بدلون راولي.

هغه ویلي، تهران د اټومي وسلو د نه خپرېدو له تړون څخه د وتلو، په اټومي پروګرام کې د بدلون او د هرمز او باب‌المندب تنګیو د تړلو پر احتمال هم غور کوي.

د نوموړي په وینا، د اټومي وسلو د نه خپرېدو له تړون څخه د ایران د وتلو طرحه د ارزونې لپاره د پارلمان اجنډا ته سپارل شوې ده.

اړوند خبرونه