ډېر لوستل شوي

افغان پلاوي په عشق‌اباد کې د نفت او ګاز په نړیوال کنفرانس کې ګډون کړی

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د عمومي رییس، سید کریم هاشمي په مشرۍ افغان پلاوي د ترکمنستان په پلازمېنه عشق‌اباد کې د نفت او ګاز په نړیوال کنفرانس او نندارتون (OGT 2026) کې ګډون کړی دی.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، دا کنفرانس د اکټوبر له ۲۱مې تر ۲۳مې پورې ترسره شوی چې د بېلابېلو هېوادونو چارواکو، پانګوالو او د نفت او ګاز د نړیوالو شرکتونو استازو پکې ګډون کړی و.

د یادې خونې عمومي رییس سید کریم هاشمي د کنفرانس په څنډه کې د ترکمنستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې له رییس «مرګن ګوردوف» او د نړیوالو شرکتونو له مسوولينو سره لیدلي او د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا، په افغانستان کې د پانګونې پر فرصتونو او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ د همکاریو پر پیاوړتیا یې خبرې کړې دي.

ښاغلي هاشمي له نړیوالو پانګوالو غوښتي چې افغانستان ته سفر وکړي او د هېواد د پانګونې فرصتونه له نږدې وارزوي.

د دې ګډون موخه د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د اقتصادي اړیکو پراختیا، د پانګونې راجلبول او د خصوصي سکټورونو ترمنځ د همکاریو پیاوړتیا بلل کېدای شي.

اړوند خبرونه